خصوصی
1 سال قبل
98 بازدید

د ازموینو او نتایجو انسجام آمر

موقعیت

ولایت: ننگرهار
ولسوالی: مرکز

مشخصات

نام اداره / شرکت: Spinghar University (Nangarhar)
نوع استخدام: مشخص نیست
معاش: مطابق اصول اداره
شماره بست: ۰۰۱۴
تعداد وظیفه: ۱
جندر: مرد
تحصیل: ماستر
تجربه کاري: ۲-۴ سال
مدت قرارداد: مشخص نیست
تاریخ شروع: Apr 03, 2023
تاریخ ختم: May 03, 2023
ایمیل درخواستي: hr@spingharuniversity.edu.af

د دندې لڼديز:

د ازموینو او نتایجو انسجام آمریت د مؤسسې په تشکیلاتي جوړښت ۰۰۱۴ نمبر کوډ کې شتون لري،چې د مؤسسې ټولې ازموینو او نتایجو انسجام چارې پرمخ وړي

ازموینو او نتایجو انسجام آمر دندې او واکونه:

1.    ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره کلنی عملياتي پلان ترتیبول.

2.   د هر هجري شمسي کال په پیل کې د ازموينو کلنی تقويم جوړول.

3.   پوهنځيو سره په همغږۍ د ازموينو لپاره مهالويش جوړول او ازموينو اصلي کمېټې له تائيد وروسته يې تطبیقول

4.   د کانکور او سمستر نهايي ازموينو لپاره ځانګړی تطبیقي/اکشن پلان جوړول او تطبیقول.

5.   د ازموينو مهالويش مطابق د ازموينو د صحنو او محصلينو د تګ راتګ لپاره د ټاکل شويو دخولي او خروجي ځايونو څخه نظارت کول.

6.   د ازموینو د مهالویش مطابق د پوهنځيو فرعي کمېټو په مرسته د ازموینو سوال پاڼې، ځواب پاڼې او محصلينو حاضري په پاکټونو کې ځای پر ځای کول.

7.   د پوهنځيو تدریسي مدیریتونو او ازموینو کمېټو ته د سوالونو واحد فارمټ ورکول تر څو ټول استادان نوموړی فارمټ وکاروي.

8.   د پوهنځیو تدریسي مديرانو لخوا د نتیجې د تکمیل،چیک،کنټرول او پوهنځي رئیس لاسلیک څخه وروسته نتايج په ډيټابیس کې فاينلایز کول.

9.   د ازموينو د شقو نمرې ډيټابس سره پرتله کول او د توپيرونو اصلاح کول.

10.  د نتایجو بیا کتنې لپاره د پالیسۍ مطابق صرف د درې ورځو لپاره عرائض برابرول.

11.  د نتایجو د بیا کتنې څخه وروسته نتیجه نهایې کول او د تکرار سمستر ناکام او اخراج محصلینو تعداد معلومول.

12. د دوهم چانس د نتایجو د تکمیل څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت لپاره سمستر وار نتایج برابرول.

13. د هرې ازموينې (کانکور، منځنۍ او نهايي) څخه مخکې د محصلانو چارو معاونيت ته د ازموينې د چمتوالي په هکله پلان ورکول.

14.  د مؤسسې رهبرۍ ته د پرېکړو لپاره د محصلينو د ازموينو په هکله احصائيوي راپورونه او ارقام وړاندې کول.

15. د ازموينې د پيل څخه يوه اونۍ وړاندې پوهنځيو څخه د اړوندو ټولګيو د ازموينې سوالونه او مهالوېش ترلاسه کول.

16. د ازموینې د پيل څخه مخکې د ټولو پوهنځيو تدريسي مدير صاحبانو او د فرعي کمېټو استازو سره مجلس کول (دپيل او پای ټاکل د مهالوېشونو نهايي کول).

17. د ازموينې وړاندې د ازموينې په اړه جوړ شوي لارښود سيمينار ترتيب کول.

18. د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو تقنيني سندونو پر بنسټ د زموينو لپاره جامع طرزالعمل جوړول.

19.  په ټولو ازموينو کې د ازموينو له کيفيت، نقل مخنيوي او طرزالعمل مطابق د چارو څخه نظارت کول.

20. د هرې ورځې د ازموينې بشپړ راپور محصلانو چارو معاونيت ته وړاندې کول او د مياشتې په پای کې توحيدي راپور چمتو کول.

21. د سوالونو او د ازموينې د ټول بهير او شفافيت په اړه پوره دقت او د نيمګړتياوو څخه پاکې او منظمې ازموينې ته تدابير نيول او د پاليسيو مطابق ټولې چارې مخ ته وړل.

22.  د دويم چانس ازموينې لپاره پوره تياری کول (سوالونه، مهالوېش، معذرتي محصلينو تعداد مشخص کول او د پوهنځي تدريسي مديريت څخه د فورمو تر لاسه کول).

23.  د هر سمستر، کال او پوهنځي په تفکيک په ازموينو کې د محصلينو د ترلاسه شویو نمرو پرتلیز تحليلي راپور چمتو کول او ضعيفه محصلين تقويتي برنامو ته معرفي کول.

24. د ليسانس د زده کړو مقررې اړوند مادو سره مطابق محصلينو ته شفاهي توصيه، کتبي توصيه او اخطاريه ورکول.

25. د معلوم پروسیجر له مخې د نهايي ازموينو وروسته محصلينو ته د نمرو د بيا کتنې فرصت ورکول.

26. د محصلانو معاونيت په لارښوونه او د پوهنځيو رئيسانو په موافقه د تېرو دورو هغو محصلينو ته چې د مضامينو باقيداري ولري، د چانسي ازموينو زمينه برابرول.

27. ټولې هغه قانوني دندې چې د مؤسسې د محصلانو چارو معاونیت له لورې ورته سپارل کېږي پرته له ځنډه ترسره کول.

د تحصيل کچه:

په اقتصاد، مديريت يا اداره او دپلوماسۍ کې حد اقل د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې ولري، د ليسانس او ماسترۍ د فراغت اسناد يې د لوړو زده کړو وزارت څخه ارزيابي او تائيد شوي وي.

په ليسانس کې يې د نمرو عمومي اوسط له ۷۵ څخه او په ماسترۍ کې د نمرو عمومي اوسط له ۸۰ سلنه څخه کم نه وي. کوم کانديدان چې له هېواده بهر يې لوړې زده کړې ترسره کړې وي، بايد د نمرو اوسط يې د همغه هېواد د (B Grade) معادل وي.

کاري تجربه:

په تحصيلي ادارو کې د ازموینو او نتایجو په برخو کې لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولري.

کوم کانديدان چې د هېواد په نورو خصوصي تحصيلي ادارو کې په دندو بوخت دي، نشي کولای په يادو ادارو کې د کليرنس او حسابونو تصفيه کولو پرته د تحريري ازموينې وروسته په کاري مرکه کې ګډون وکړي.

کاري وړتياوې، ځانګړنې او مهارتونه:

1.   په پښتو، دري او انګليسي ژبو کې ښه ليکنه او خبرې وکړای شي.

2.   د مايکروسافټ آفس پروګرامونو کارونې په برخه کې تخصصي پوهه ولري.

3.   د پلان جوړونې، فکر توليد او ستونزو حل په موخه د تحليل وړتيا ولري.

4.   په چارو کې شفافيت، قانون تطبیق او اداري اصولو ته ژمن وي.

5.   د وخت مديريت او کار کوونکو روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي

په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې خپل اسناد په انلاین او حضوري بڼه راولیږي.

اړیکو شمیري:0771527489/0783616252

افزودن به موارد دلخواه
افزودن به بخش مقایسه
گزارش سوء استفاده
© 2023 Afghan Business Finder